خامنه يي د سنایپر په نامه په امریکايي فلم نیوکه وکړه

د امریکن سنایپر په نامه امریکايي فلم چې یو څه موده وړاندې په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی د مسلمانانو سخت غبرګونونه يي پارولي دي.

220992
خامنه يي د سنایپر په نامه په امریکايي فلم نیوکه وکړه

د ایران مذهبي مشر خامنه يي د سنایپر په نامه په امریکايي فلم نیوکه وکړه.
د ایران د نامتو ورځپاڼې خراسان د خبر له مخې مذهبي مشر خامنه په نوموړي امریکايي فلم د نیوکې سره ویلي دي چې پدې فلم کې یو مسیحي ځوان د خپل وس او توانه پورې خلک پر مسلمانانو ظلمونو ته هڅوي.
خامنه يي وویل مسلمانان په لویدیځو کې د امنیت له پلوه د ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي چې دا ډول فلمونه ددوي امنیت لا پسې د ګواښ سره مخامخوي.
خامنه يي ویلي دي چې موږ د د اسلام د مبارک دین نه د نورو دینونو او دینونو د لارویانو پر وړاندې د عدالت او انصاف نه کار اخیستل زده کړي دي.
نن ورځ د نړۍ یو زیات شمیر عبرقدرتونه چې د عدالت او انصاف دعوا کوي په خپلو ړندو ، تنګنظرو او ظالم سیاستونو کې عدالت او انصاف ته هیڅ او هیڅ پاملرنه نکوي. دوی په اصل کې د عدالت او انصاف په نامه څه نه پیژني.
خامنه يي ویلي دي نن ورځ په لویدیځو هیوادونو امریکا او اورپا کې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف روان پروپاګند او کمپاینونه هر سړی په خپلو سترګو ګوري. په ډیری لویدیځو هیوادونو کې مسلمانانو د ازادیو د نه لرولو سربیره ځان او مال يي هم په خطر کې دی.
د یادولو وړ ده چې د امریکن سنایپر په نامه امریکايي فلم چې یو څه موده وړاندې په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی د مسلمانانو سخت غبرګونونه يي پارولي دي.
پدې فلم کې اسلام او مسلمانانو د شدت او تاوتریخوالي پلوي معرفي شوي دي.
پدې فلم کې یو تن امریکايي چې منځني ختیځ ته جګړې ته تللی وي خپله کیسه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه