بوکوالحرام په کامرون کې درې جوماتونه وسوځول او سل تنه يي ووژل

212364
بوکوالحرام په کامرون کې درې جوماتونه وسوځول او سل تنه يي ووژل

د بوکوالحرام ترهګریزې ډلې د کامرون په شمال کې په یو کلي برید وکړ. یادې شوې ترهګریزې ډلې په کلي کې درې جوماتونه وسوځول او شاوخوا سل تنه ملکي وګړي ووژل. همداشان په یاد شوي کلي کې د ۵۰۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د بله پلوه د چاد د هیواد وسله والو ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې د بوکوالحرام پر خلاف په پیل کړو عملیاتو کې د یادې شوې ډلې څه باندې ۲۰۰ تنه اورپکي وژلي دي.
د بوکوالحرام ترهګریزه ډله چې لومړی په نایجریا کې رامنځته شوه د کامرون په شمال کې په یو کلي برید وکړ . د یادې شوې ډلې اورپکو په کلي کې سل تنه وژلي او دریو جوماتونو په ګډون په سلګونو کورونه سوځولي دي.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بوکوالحرام اورپکو د فوتوکول په کلي کې د دریو جوماتونو په ګډون په سلګونو کورونه او هټۍ ګانې سوځولي دي. اورپکو لږ تر لږه سل تنه وژلي او ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي اورپکو د یو زیات شمیر کسانو نه په خپلو کورونو او یو شمیر نورو نه په جوماتونو کې چې پټ شوي ول سرونه پرې کړي دي.
د بله پلوه د کامرون د معلوماتو وزارت د برید په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده.
وزارت ویلي دي چې اردو د بوکوالحرام اورپکي په شا تنبولي او ۵۰ تنه اورپکي وژلي دي.
همداشان د چاد د هیواد وسله والو ځواکونو د نایجریا په یو شمیر سیمو کې د بوکوالحرام پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل. په روانو عملیاتو کې د ۲۰۰ تنو اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی . د چا اردو ویلي دي چې ددې عملیاتو په لړ کې د نایجریا په یو زیات شمیر برخو کې د بوکوالحرام د ډلې عسکري کمپونه په کامله توګه له منځه وړي او یادې شوې دلې ته ډیر لوی ځاني زیان اړولی دی .
اردو ویلي دي چې عملیاتو دوام لري او په عملیاو کې تر اوسه ۹ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس ویلي دي چې د چاد د هیواد د وسله والو ځواکونو لخوا روان عملیات تر اوسه پورې د بوکوالحرام پر خلاف د ترسره شوو عملیاتو تر ټولو لوی او هر اړخیز عملیات دي.
کارپوهانو ویلي دي چې د بوکوالحرام پر خلاف د چاد د ځواکونو لخوا روان عملیات ددې ښکارندويي کوي چې د یادې شوې ترهګریزې ډلې پر خلاف د سیمې په کچه مبارزه پیل شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه