د يونان د ټاكنو پايلې د اروپايي ټولنې خوب وتښتولو.

په يونان كې پرون په پارلماني ټاكنو كې د راډيكال كيڼ اړخي ايتلاف ګوند SYRIZA د ټولو رايو د ۳۶ سلنې په ترلاسه كولو سره لومړى مقام خپل كړ. پدې ډول په پارلمان كې د ۱۴۹ وكيلانو په درلودلو سره د راتلونكي ايتلافي حكومت تر ټولو زياته برخه به ترلاسه كړي.

197471
د يونان د ټاكنو پايلې د اروپايي ټولنې خوب وتښتولو.


په يونان كې پرون په پارلماني ټاكنو كې د راډيكال كيڼ اړخي ايتلاف ګوند SYRIZA د ټولو رايو د ۳۶ سلنې په ترلاسه كولو سره لومړى مقام خپل كړ. پدې ډول په پارلمان كې د ۱۴۹ وكيلانو په درلودلو سره د راتلونكي ايتلافي حكومت تر ټولو زياته برخه به ترلاسه كړي.
د سيريزا ګوند په ټوليزه توګه د يونان پر وړاندې د اروپايي ټولنې د سياستونو سره مخالف دى. ددې ګوند مشر الېكسيس چيپراس د ټاكنيز كمپاين پرمهال ويلي وو چې د اروپايي ټولنې سره به په هېواد كې د مالي اصلاحاتو د پلان پر سره له سره غور وكړي.
چيپراس ګواښ كړى وو كه چېرې پر يونان باندې د اروپايي ټولنې د هېوادونو ۳۱۸ ميليادره يورو پور له سره تنظيم نشي نو د يورو د پولي واحد د كارولو نه به ډډه وكړي. سربېره پر دې چپيراس د كمپاين پرمهال د بې وزله هېوادوالو سره د مرستې او د ماليې د معافيت وعده هم كړې وه.
په يونان كې د كيڼ اړخې ډلې ټاكنيز برى د اروپايي ټولنې د هېوادونو د خواشينۍ سبب شو. ځكه چې په ۲۰۱۱ كال كې په يونان كې د مالي كړكېچ پر مهال د اروپايي ټولنې هېوادونو ددې هېواد لخوا د لګښتونو د كمولو او د ماليې د زياتولو په شرط د مالي مرستې وعده كړې وه. د مالي كړكېچ نه د يونان د ژغورل كېدو په موخه د پېسو نړيوال صندوق IMF يونان ته داسې پلان جوړ كړى وو چې له مخې دا هېواد بايد ټول پورونه بېرته ادا كړي.
د بله پلوه IMF هم ګواښ كړى دى چې كه چېرې يونان خپل پورونه ادا نه كړي او يا هم د پلان د عملي كولو نه سرغړونه وكړي نو دا اداره به يې په ځواب كې اقدام وكړي.
اروپايي ټولنه هم د يونان نه غوښتنه لري چې د يورو د پولي واحد د كاروونكو هېوادونو په ليګ كې پاتې شي. په يونان كې د سيريزا د ګوند برياليتوب په حقيقت كې د يورو په پولي واحد باندې د خلكو اطمينان ته هم زيان رسولى دى. په نړيوالو بازارونو كې يورو د امريكايي ډالرو او جاپاني ينو پر وړاندې د ۱۱ كلونو راهيسې تر ټولو زيات ارزښت له لاسه وركړى دى.
كه چېرې يونان د يورو د پولي واحد كارول پريږدي نو داسې وېره شته چې دا به په اروپا كې يو نوي مالي كړكېچ ته لار پرانيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه