په هندوستان کې په یوې محکمې ځانمرګی برید وشو

195458
په هندوستان کې په یوې محکمې ځانمرګی برید وشو

په هندوستان کې یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د محکمې تر څنګ وچول .
په برید کې د یو تن پولیس په ګډون دوه تنه مړه او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي پیښه د هندوستان په ختیځ کې د بیهار په ایالت کې رامنځته شوه.
د بیهار ایالت د پولیسو مشر ګوپتا ایشور پانډې د اژانس فرانس پرس ته وویل چې یوې ښځینه برید کوونکي د ځان پوړې تړلي چاویدونکي توکي د محکمې په مخکې وچول . په پیښه کې د یو تن پولیس په ګډون ۲ تنه مړه او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې دا پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د هندوستان نه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د لیدنې له امله کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تیرې یکشنبې په ورځ د یو درې ورځني سفر په ترڅ کې هندوستان ته راغلی وو.
د پولیسو مشر ویلي دي دا لا معلومه نده چې ښځېنه برید کوونکې چاودیدونکي توکي له کومه کړي وو او د برید موخه يي کوم ځای وو. نوموړي وویل چې د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په برید کې د برید کوونکې وجود هم پارچه پارچه شوی دی او دا لا هم معلومه نده چې د برید کوونکي اصلي هدف څوک وو.
په بعضو ادعاګانو کې ویل شوي دي چې برید کوونکې مخکې ددینه چې خپل هدف ته ورسیږي چاودنه شوې ده .
د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه