فلسطیني ځوان په تل ابیب کې په یهودانو برید وکړ

192262
فلسطیني ځوان په تل ابیب کې په یهودانو برید وکړ

د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې یو تن فلسطیني په بس موټر کې لس تنه اسرایلیان د چړو په برید ټپیان کړل.
نن د سهار په ساعتونو کې یو تن فلسطیني په تل ابیب کې په یو بس موټر کې په اسرایلیانو د چړو بریدونه وکړل چې له امله يی لس تنه ټپیان شول.
برید کوونکی د پولیسو لخوا په خپو د ویشتو نه وروسته ونیول شو.
د اسراییلو راډیو ویلي دي چې د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
برید کوونکو ۲۳ کاله عمر لري او د فلسطین طولکرم د ښار اوسیدونکی دی.
د اسراییلو استخباراتو ویلي دي چې د داسې یو برید په اړه يي هیڅ معلومات نه درلودل.
د اسراییلو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي دي چې پیښه د تل ابیب د ماریف د پله تر څنګ رامنځته شوې ده . نوموړي وویل چې د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي په خاطر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د پیښې ټپیان په روغتون کې د درملنې لاندې دي خو د ځینو روغتیايي حالت يي باریکه دی.
د حماس د ډلې د سیاسي دفتر یو تن غړي عزت رشاق د یادې شوې پیښې نه د یو اتلانه پیښې په توګه یادونه کړې ده .
نوموړي د خپل ټویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې د برید کوونکي نه د اتل او میړانه په توګه یادونه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم په تل ابیب کې یو تن فلسطیني په یهودانو د چړو برید کړی وو چې له امله يي د یو تن سرتیري په ګډون دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه