د فرانسې امنیتي ځواکونو ۵ تنه د چاودیدونکو توکو سره یوځای ونیول
د فرانسې امنیتي ځواکونو ۵ تنه د چاودیدونکو توکو سره یوځای لاس په لاس ونیول.
د فرانسې امنیتي ځواکونو د هیواد په سویل کې ۵ تنه د چیچین وګړي چې د یو ډیر لوی برید هوډ يي درلود د چاودیدونکو توکو سره یو ځای ونیول. امنیتي ځواکونو ویلي دي چې نیول شوي کسان د روسیې د فدراسیون اړوند د چیچین وګړي دي او د برید نه د مخه ونیول شول.
د فرانسې د بزیه د ښار لوی څارنوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ۵ تنه د چاودیدونکو توکو سره یو ځای چې د یو لوی برید پلان يي درلود ونیول . څارنوال وویل چې نیول شوي کسان د روسیې د فدراسیون اړوند د چیچین وګړي دي.
یاد شوي کسان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د پولیسو لخوا د څیړونو لاندې نیول شوي دي او څیړنې دوام لري.
د یادولو وړ ده چې دا لا معلومه نده چې نیول شوو کسانو چیرته او په چا د برید هوډ درلود. په پاریس کې د جون په ۷ نیټه دوو تنو د شارلي هیبدو مجلې په دفتر برید وکړ چې له امله يي ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه درې ورځې وروسته په پاریس کې په یو بل برید کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د پاریس پولیسو د نوموړو بریدونو په تړاو شاوخوا ۲۰ تنه نیولي دي .