مسلمانانو ته سپكاوى

د نيوز كورپ News Corp د رسنيو د نړيوال شركت مشر راپرټ مورډاك چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو د لست په لومړيو لسو كسانو كې شامل دى په فرانسه كې د چارلي هيبډو د ترهګريزې پېښې په اړه د ټولنيزې مېډيا له لارې څرګندونې د يو زيات شمېر كسانو غصه را وپاروله.

181342
مسلمانانو ته سپكاوى

د نيوز كورپ News Corp د رسنيو د نړيوال شركت مشر راپرټ مورډاك چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو د لست په لومړيو لسو كسانو كې شامل دى په فرانسه كې د چارلي هيبډو د ترهګريزې پېښې په اړه د ټولنيزې مېډيا له لارې څرګندونې د يو زيات شمېر كسانو غصه را وپاروله.
مورډاك د ټولنيزې مېډيا ټويټر له لارې په يو پيغام كې وليكل چې `` دا سمه ده چې د مسلمانانو ډېرى برخه د سوله ايز ژوند غوښتونكي دي خو تر هغه پورې چې د خپل مېنځه د پراختيا په حال كې د ``جهاديزم`` سرطاني دانه له منځه يو نسي بايد د ترهګرۍ په تور پړ وبلل شي.``
د راپرټ مورډاك دې څرګندونې د زرګونو كسانو غصه را وپاروله.
ددې سره سره مورډاك پخپل دويم پيغام كې وليكل چې `` د ``جهاديزم`` خطر د فليپين نه نيولې تر افريقا پورې او د اروپا نه نيولې تر امريكا پورې په ټوله نړۍ كې د پراختيا په حال كې دى. د سياسي لحاظه ددې انكار دومخي ده.``
ځينو كسانو د مورډاك په ځواب كې وليكل چې `` د څو انسانانو د كړنو په امله د يو ميليارد مسلمانانو نه نفرت كول بي عقلي ده``
راپرټ مورډاك څوك دى؟
راپرټ مورډاك د News Corp په نامه د نړيوالو رسنيو د يو لوى شركت مشر دى چې د امريكا، انګلستان، استراليا او نيوزيلانډ د هېوادونو سربېره د نړۍ په بې شمېره هېوادونو كې ټلوېزيوني او راډيويي كانالونه او ورځپاڼې لرې لري. مورډاك په اصل كې د آستراليا د هېواد دى خو په امريكا او انګلستان كې اوسيږي. مورډاك د مېډيا په برخه كې د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو د لست په لومړي سر كې ځاى لري. سربېره پر دې په ۲۰۰۷ كال كې د ۹ ميلياردو ډالرو د ثروت په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو شتمنو انسانانو په لست كې يې ۷۳يم ځاى خپل كړ.

راپرټ مورډاك پخوا هم د عراق پر وړاندې د لوديځ جګړې ته د لمنې وهلو له امله د يو زيات شمېر كسانو لخوا غندل شوى وو.
پداسې حال كې چې په پاريس كې سبا ته د دوشنې په ورځ د يووالي لاريون ته چې پكې د نړۍ د يو زيات شمېر مشران ګډون كوي څو ساعتونه پاتې دي د مورډاك لخوا ورته څرګندونې د يو زيات شمېر كسانو لخوا وغندل شوې.
پدې لاريون كې د تركيې د لومړي وزير احمد داوود اوغلو سربېره د دوو هېوادونو ولسمشران او د اتو نورو هېوادونو لومړي وزيران هم ګډون كوي.
د بله پلوه د مورډاك دا څرګندونې د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند د هغو څرګندونو سره هم په ټكر كې دي چې ويلي يې ول`` ترسره شوي بريدونه د اسلام سره هېڅ ډول اړيكې نه لري. مورډاك همدراز هغه مسلمان پوليس احمد مرابېټ هم هېر كې چې په اونيزې باندې د بريد پرمهال د بريد كوونكو لخوا ووژل شو.
دا بريد د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون د نړۍ د يو زيات شمېر هېوادونو لخوا تقبېح شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه