د لس كلنې ماشومې لخوا ځانمرګى بريد

د نايجيريا په شمال ختيځ كې د مايدوګري په ښار كې د يوې سيمه ايزې مېلې پرمهال د ځانمرګي بريد د ترسره كېدو په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۰ تنو ته لوړه شوه.

180831
د لس كلنې ماشومې لخوا ځانمرګى بريد

د نايجيريا په شمال ختيځ كې د مايدوګري په ښار كې د يوې سيمه ايزې مېلې پرمهال د ځانمرګي بريد د ترسره كېدو په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۰ تنو ته لوړه شوه.
د نايجيريان د تريبون د ورځپاڼې د خبر له په اساس يوې ماشومې نجلۍ چې عمر يې شاوخوا لس كلن وو د ښار د ګڼې ګوڼې نه په ډكه سيمه كې په ځان پورې تړلي چاودېدونكي مواد وچاودل چې په پايله كې د بريدګرې په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول. په بريد كې ۱۸ تنه نور هم ټپيان شوي دي چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د پېښې په اړه تر اوسه پورې مقابل لورې څرګندونې نه دي كړې.
ويل كيږي چې د نايجيريا د يوبې په ښار كې د بوكو حرام اورپكو وسله وال بريد كړى دى چې يو زيات شمېر كسان پكې وژل شوي دي. تر اوسه پورې د بريد په اړه جزييات په لاس كې نشته دى.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه