د شارلي هیبدو په مجلې برید کوونکي ووژل شول
په فرانسه کې د شارلي هیبدو د مجلې او په سوپر مارکیت برید کوونکي د پولیسو لخوا ووژل شول.
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر برید کوونکي دوه ورورنه سید او شریف کواشي نن د ماښام په ساعتونو کې د پاریس په شمال کې ووژل شول.
د فرانسې پولیسو د نوموړو دوو تنو برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل کړي وو. په عملیاتو کې ۹۰ زره تنو پولیسو او ځانګړو پولیسو ګډون کړی وو. برید کوونکو نن د سهار په ساعتونو کې د پاریس په شمال کې د تیلو په یو پمپ کې یو موټر پټ او وروسته د پولیسو سره په نښته کې ښکل شول. برید کوونکي په سیمه کې یوې مطبعي ته ننوتل او یوه ښځه يي برمته ونیوله.
د نوموړو دوو تنو برید کوونکو د نیولو او د برمته شوې ښځې د ژغورنې په خاطر عملیاتو د ماښام ساعتونو پورې دوام پیدا کړ. پولیسو په برید کوونکو د تسلمیدو په خاطر ډیره هڅه وکړه برید کوونکي تسلیم نشول. برید کوونکو ویلي وو چې د شهادت د شربت د څښلو نه پرته به چاته تسلیم نشي.
ددې پیښې نه وروسته د ماسپخین په ساعتونو کې یو دوو تنو نورو برید کوونکو د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په یو سوپر مارکیټ برید وکړ. دلته هم د برید کوونکو او پولیسو ترمنځه په نښته کې دوه تنه مړه او یو تن ټپي شو. برید کوونکو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه برمته کړي ول چې د ماښام په ساعتونو کې د پولیسو لخوا ووژل شول .همداشان د برمته شوو کسانو د ژغورنې په خاطر په ترسره شوو عملیاتو کې ۴ تنه برمته شوو کسانو ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه وژغورل شول. فرانسې د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره د سر په سر بریدونو شاهدي وکړه.
د بله پلوه د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې برید کوونکي په فرانسه کې د القاعدې د څانګې غړي ول.