د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په یو سوپر مارکیټ برید وشو

179011
د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په یو سوپر مارکیټ برید وشو

د فرانسې په ختیځ کې دا ځل د یهودانو په یو سوپرمارکیټ برید وشو.
برید کې یو تن ټپي شوی دی او ۵ تنه  هم د برید کوونکي یا برید کوونکو لخوا برمته نیول شوی دی .
ځینو کسانو بیا ادعا کړې ده چې تیره ورځ په فرانسه کې په پولیسو برید کوونکي چې یوې میرمنې پولیسې ژوند د لاسه ورکړ نن پدې مارکیټ برید کړی دی .
د بله پلوه د فرانسې د BFMTV تلویزیون خبر ورکړی، دې برید کوونکي چې تیره ورځ په یو بل برید کې ښځینه پولیسه ووژله د شارلي هیبدو د برید سره تړاو لري او د شارلي هیبدو د برید کوونکو نږدې اړیکې لري. پولیسو ویلي دي چې دې برید کوونکي به د شارلي هیبدو د برید کوونکي سره یو ځای په یو جومات کې لمونځ کوه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه