په سویډن کې یو ځل بیا په یو جومات برید وشو
په سویډن کې یو ځل بیا په یو جومات برید وشو. د ویلو ده چې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا دریم خل دی چې په سویډن کې په جوماتونو بریدونه کیږي.
د اسلام دښمنانو دا ځل د سویډن د ژونکوپینګ په ښار کې په یو جومات کې چې ویل کیږي د سومالیا د خلکو پورې اړوند وو برید وکړ.
دا برید پداسې حال کې کیږي چې د سویډن په ۴ ګوډونو کې په جوماتونو د بریدونو له امله مظاهرې دوام لري.
د سویډن د ژونکوپینګ په ښار کې نامعلومو کسانو په یو جومات برید وکړ. ویل کیږي د برید پر مهال څوک په جومات کې نه وو چې د همدې امله چاته ځاني زیان ندی اوښتی. د یادولو وړ ده چې شاوخوا لسو ورځې وړاندې په سویډدن کې دوه جوماتونه په قصدي ډول سره وسوځول شول چې پدې پیښو کې ۵ تنه ټپیان شول.
د سویډن پولیسو څیړنې پیل کړی خو تر اوسه پورې د نوموړو بریدونو په تړاو څوک ندي نیولي . د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ټوله اروپا کې د اسلام سره د دښمنۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده . په جرمني کې د یوې میاشتې راهیسې د جوماتونو، مسلمانانو او کډوالو پر خلاف مظاهرې دوام لري.