بنګلادیش کې د جماعت اسلامي یو بل مشر هم د اعدام په سزا محکوم شو

په بنګلادیش کې د جماعت اسلامي د ګوند د مشرانو نه یو بل تن هم د اعدام په سزا محکوم شول.

165593
بنګلادیش کې د جماعت اسلامي یو بل مشر هم د اعدام په سزا محکوم شو

په بنګلادیش کې د جماعت اسلامي د ګوند د مشرانو نه یو بل تن هم د اعدام په سزا محکوم شول.
د بنګلادیش محکمې د هیواد د خپلواکۍ په جګړې د ترسره کړو جنایتونو له امله د جماعت اسلامي د ګوند یو تن بل مشر او د ګوند مرستیال اسلام د اعدام په سزا محکوم کړ.
محکمې ویلي دي چې نوموړي په ۱۹۷۱ کال کې د هیواد د خپلواکۍ د جګړې پر مهال ډیر زیات جنایتونه کړي چې د همدې امله د مرګ په سزا محکوم شو.
د بنګلادیش حکومت په ۲۰۰۹ کال کې د هیواد د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د ترسره کړو جنایتونو له له امله د جماعت اسلامي د ګوند ځیني مشران د جنګي جنایتونو نړۍوالې محکمې ته معرفي کړل. محکمې په د جماعت اسلامي په مرستیال د لګیدولو ۶ جلا جلا تورونو نه ۵ تورونه په نوموړي ثابت کړل او نوموړی پړ وباله.
د محکمې لخوا نوموړي ته د اعدام د سزا د اورولو په خاطر د محکمې شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د یادولو وړ ده چې په بنګلادیش کې محکمې د دسمبر په ۲۳ نیټه د د دولت د پخوانیو وزیرانو نه سید محمد قیصار هم د اعدام په سزا محکوم کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه