امریکا د ترهګرو په لست کې داخوان المسملین د شاملولو غوښتنه رد کړه

امریکا متحده ایالتونو د اخوان المسلمین سازمان په اړه مهمه پریکړه وکړه.

180271
امریکا د ترهګرو په لست کې داخوان المسملین د شاملولو غوښتنه رد کړه

امریکا متحده ایالتونو د اخوان المسلمین سازمان په اړه مهمه پریکړه وکړه.
امریکا د ترهګرو په لست کې د اخوان المسلمین د سازمان د داخلولو په اړه وړاندیز رد کړ.
سپینې ماڼې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې تیر کال د اخوان المسلمین سازمان د ترهګرو په لست کې د داخلولو په خاطر وړاندیز شوی وو. په څرګندونو کې ویل شوي دي چې ۲۰۰ زرو تنو پدې اړه لاسلیکونه راټول کړي وو او د ترهګرو په لست کې د یاد شوي سازمان د داخلولو غوښتنه کړې وه چې دا ارزونو نه وروسته دا غوښتنه رد شوه.
سپینې ماڼې ویلي دي چې امریکا په هیڅډول د شدت او تاوتریخوالي پلوي نکوي او تل سولې او ثبات ته اهمیت ورکوي. پدې اړه د امریکا دریځ ښکاره دی.
په وړاندیز کې ویل شوو چې ،د اخوان المسلمین سازمان یو سخت دریځی سازمان دی ،او په ماضي کې هم د شدت او تاریخوالي په یو زیات شمیر پیښو کې لاس لرلی دی، او د حماس د ډلې سره نږدې اړیکي لري ،چې د همدې امله د ترهګرو په لست کې د داخلولو غوښتنه کوو.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته د اخوان المسلمین سازمان په ټولو فعالیتونو بندیز ولګول شو او یاد شوی سازمان يي د ترهګرو په لست کې داخل کړ. همداشان وروسته سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم یاد شوی سازمان د ترهګرو په لست کې شامل کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه