د فلسطين د راتلونكې لپاره نوى امېد

د فرانسې ولسي جرګې د رايو په اكثريت سره د فلسطين دولت په رسميت وپېژندلو.

135706
د فلسطين د راتلونكې لپاره نوى امېد



د فرانسې سوسياليست ګوند چې د اقتدار واګي په لاس كې لري څه موده وړاندې د فلسطين د دولت د په رسميت پېژندلو په موخه پارلمان ته د قانون يوه طرحه وړاندې كړې وه چې پرون نا وخته د رايو په اكثريت سره تصويب شوه.
دا طرحه چې د حكومت نه غوښتنه كوي چې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني د ۱۵۱ مخالفو رايو په مقابل كې د ۳۳۹ رايو سره ومنل شوه.
كه څه هم د ولسي جرګې پرېكړه د حكومت لپاره سمبوليك ارزښت لري خو داسې ويل كيږي چې دا پرېكړه به د اسراييلو او فلسطين د ترمېنځ د خبرو اترو بهير ګړندى كړي.
د فرانسې د اساسي قانون له مخې د يو دولت د خپلواكۍ په رسميت پېژندل د نوموړي هېواد د ولسمشر صلاحيت دى.
فلسطين د نړۍ ۱۳۵ هېوادونه په رسميت پېژني.
تمه كيږي چې د فرانسې د مشرانو جرګه هم د دسمبر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د همدې پرېكړې په اړه رايه اچوونه وكړي.
د اروپا پارلمان هم پرېكړې كړې ده چې د فلسطين د دولت د په رسميت پېژندلو په موخه به په نږدې راتلونكې كې د رايې اچوونې يوه غونډه جوړه كړي.
په نړۍ كې ۱۳۵ هېوادونه فلسطين د خپلواك دولت په توګه پيژني. ددې سره سره فلسطين په ملګرو ملتونو كې غړيتوب نه لري. دا ځكه چې په ملګرو ملتونو كې د پوره غړيتوب په موخه بايد د امنيت شورا دا پرېكړه تاييد كړي. تېر كال د امريكا د متحدو ايالتونو هېواد د امنيت په شورا كې د فلسطين د دولت د غړيتوب مخه ونيوله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه