انګلیس راهب: د شاهي کورنۍ مراسم دې د قرانکریم په تلاوت پیل شي
د انګلستان د شاهي کورنۍ د تاج په سر کولو مراسم باید د قرانکریم په تلاوت پیل شي . دا څرګندونې د اکسفورد پخواني راهب لورد هاریس کړي دي.
د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې د اکسفورد پخواني راهب لورد هاریس ویلي دي چې د هیواد د شاهي کورنۍ د تاج په سر کولو مراسم باید د قرانکریم په تلاوت پيل شي. د اکسفورد د راهب دې څرګندونو په هیواد کې خلک په دوو برخو ویشلي دي. نوموړي ویلي دي دا چې په انګلستان کې یو زیات شمیر وګړي مسلمانان دي هغوې ته د درناوي په خاطر باید مراسم د قرانکریم په تلاوت پيل شي. نوموړي ویلي دي چې په انګلستان کې مسلمانانو ته باید ددې خبرې احساس ورکړ شي چې په ټولنه کې د هغوې دین ته درناوی کیږي.
د اکسفورد د راهب دې وړاندېز یواځې د انګلستان شاهي کورنۍ نه بلکې ټول هیواد په دوو برخو ویشلی دی .
پداسې حال کې چې ډیر خلک د راهب د وړاندیز نه هر کلی کوي خو محافظه کاره مسیحیان مخالفت کوي.
د یادولو وړ ده چې د انګلستان د ملکې دویمې علیضابط زوی او د تخت لومړنی وارث ولیهد شهزاده چارلس د اسلام مبارک دین ته د درناوي سره مشهوره دی.
شهزاده چارلس په خپله یوه وینا کې د چاپیریال په دوستانو غږ کړی وو ً که چیرې غواړي چې نړۍ او چاپیریال وژغورۍ نو د قران لاره تعقیب کړۍ. ً
شهزاده چارلس وايي چې د یوې عقیدې نه د دفاع پر ځای د لا زیاتو عقیدو نه دفاع غوره بولي . همداشان نوموړي د تاج په سر کولو مراسمو ته د نورو ادیانو استازو ته د بلنې ورکولو غوښتنه هم کړې ده .