په نایجریا کې ترټولو په لوی جومات د برید له امله ۴۰۰ تنه ووژل شو

د نایجریا په دویم لوی ښار کانو په مرکزي جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال د ترسره شوي برید له امله د مړو شمیره ۱۲۰ تنو ته لوړه شوه .

209218
په نایجریا کې ترټولو په لوی جومات د برید له امله ۴۰۰ تنه ووژل شو

د نایجریا په دویم لوی ښار کانو په مرکزي جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال د ترسره شوي برید له امله د مړو شمیره ۱۲۰ تنو ته لوړه شوه . د بله پلوه په سیمه کې د ژغورنې د ډلې یو تن کارکوونکي بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د مړو شمیره د ښودل شوي رقم نه څو برابره لوړه ده . نوموړي ویلي دي کیدی شي چې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي وي.
تیره ورځ د نایجریا په دویم لوی ښار د کانو په مرکزي جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه پرله پسې چاودنې وشوې. ویل کیږي د یاد شوي جامع جومات خطیب امیر محمد السنوسي په هیواد کې د بوکوالحرام ترهګریز سازمان تر ټولو ستر مخالف دی. چاودنې د امیر محمد السنوسي لخوا د جمعې د وعظ کولو پر مهال رامنځته شوې.
همداشان په جومات کې د چاودنو نه وروسته د په بهر کې د یوې تکیه خانې تر څنګ هم چاودنه وشوه.
په سیمه کې بعضو عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په جومات کې د چاودنو نه وروسته ځینې کسان ژغورل شوي ول چې بهر ته د راوتو سره سم پرې د ماشینګڼو ډزې وشوې.
په چاودنو کې د څه باندې ۳۰۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د یاد شوي جامع جومات خطیب امیر محمد السنوسي تیره اوونۍ امنیتي ځواکونه د بوکوالحرام م ترهګریزې ډلې پر خلاف په مبارزه کې پاتې وبلل او په سیمه ییزو خلکو يي د بوکوالحرام پر خلاف د مبارزې غږ وکړ.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې هم په مرکزي جومات د جمعې د لمانځه پر مهال برید وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه