د نړۍ یو بل قوي هیواد هم د فلسطین نه ملاتړ اعلان کړ

د فرانسې ولسي جرګې ته د فلسطین دولت د رسمیت پیژندونو اړوند طرحه وړاندې شوه .

208704
د نړۍ یو بل قوي هیواد هم د فلسطین نه ملاتړ اعلان کړ

د فرانسې ولسي جرګې ته د فلسطین دولت د رسمیت پیژندونو اړوند طرحه وړاندې شوه .
د فرانسې ولسي جرګې ویلي دي چې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندونو اړوند طرحې به د دسمبر په لومړۍ نیټه رای اچونه وکړي.
که چیرې دا طرحه ومنل شي په اروپا کې به فرانسې پارلمان دریم پارلمان وي چې د فلسطین خپلواکي په رسمیت پیژني.
د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د فرانسې په پارلمان غږ کړی دی چې پدې طرحې رای اچونه یو غلط ګام دی او بدې پایلې به ولري.
د یادولو وړ ده چې د فرانسې د پارلمان لخوا د فسطین دولت په رسمیت پیژندو یواځې سمبولیک اهمیت لري خو د فرانسې حکومت هم پدې اړه غور کوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د سولې د مذاکراتو نهايي پایلې په خاطر د دوو کلونو مهلت ورکولو وړاندیز کړی دی .
نوموړي ویلي دي چې هیواد يي ددې مذاکراتو کوربه توب ته حاضر دی او په مذاکراتو کې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د دایمي غړیو، اروپايي ټولنې او عرب لیګ د استازو د ګډون وړاندیز کړی دی .
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل که چیرې پدې دوو کلونو کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د مذاکراتو نه پایلې ترلاسه نشي فلسطین دولت به په رسمیت وپیژني.
همداشان فلسطین په ۲۰۱۶ کال کې د ملګروملتونو د امنیت شورا ته د فلسطین د خاورې نه د اسراییلو د ویستو په خاطر رسمآ مراجعه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه