هالند کې د ازادۍ افراطي ګوند د ټولو جوماتونو د تړولو غوښتنه وکړه

په هالنډ کې د ټولو جوماتونو د تړولو وړاندې د مسلمانانو سخت غبرګونونه پارولي دي.

207376
هالند کې د ازادۍ افراطي ګوند د ټولو جوماتونو د تړولو غوښتنه وکړه

په هالنډ کې د ټولو جوماتونو د تړولو وړاندې د مسلمانانو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د هالنډ په پارلمان کې د ښې اړخي افراطي ګوند یو تن وکیل ً په هالنډ کې جوماتونه نه غواړو، زما په اند پرته د جوماتونو یو هالنډ به د ټولو لپاره ډیر ښه وي ً څرګندونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
په هالنډ کې د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د اسلام سره په دښمنۍ کې نامتو د د ګریټ ولډرز پّ مشرۍ د ازادۍ ګوند په هیواد کې د ټولو جوماتونو د تړولو غوښتنه کړې ده .
په پارلمان کې د نوموړي ګوند یو تن وکیل مایکل دی ګراف په خپلو څرګندونو کې په هیواد کې د ټولو جوماتونو د تړولو غوښتنه وکړه او وویل چې پرته د جوماتونو هالنډ به تر ټولو ښه وي.
نوموړي وویل چې په هالنډ کې اسلام نه غواړو. موږ غواړو چې هیواد د اسلام د دین نه پاک کړو. نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې مسلمانانو کې کوم بدلون ندی راغلی او زموږ سره سازګار ندي.
نوموړي زیاته کړه لکه څرنګه چې ټول پوهیږي په هیواد کې د ځايي هالنډیانو په پرتله مسلمانان ډیر زیات بچي زیږوي چې دې خبرې د هالنډ اصلي هویت او کولتور د ګواښ سره مخامخ کړی دی .
د هالنډ د ازادۍ ګوند چې په هیواد کې د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو سره په دښمنۍ کې شهرت لري تر اوسه به يي یواځې د نوو جوماتونو د جوړولو د مخنیوي په خاطر هلې ځلې کولې. دا لومړی ځل دی چې په ښکاره توګه د ټولو جوماتونو د تړولو غوښتنه کوي.
دې مسلې په هیواد کې د مسلمانانو سربیره د نورو ګوندونو سخت غبرګون راپارولی دی .
د هالنډ د کارګر واکمن ګوند یو تن وکیل روز ویرمیژ په ازادۍ د ګوند په وکیل غږ وکړ چې هر څه ژر بښنه وغواړي . همداشان د ډیموکراټانو ۶۶ ګوند بیا نوموړې څرګندونې پارونکي او خطرناکه بللي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه