د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې نه د بیړنۍ مرستې غوښتنه

ملګروملتونو سازمان د افغانانو سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

206295
د افغانستان لپاره د نړۍوالې ټولنې نه د بیړنۍ مرستې غوښتنه

ملګروملتونو سازمان د افغانانو سره د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.
د ملګروملتونو سازمان د نړۍوالې ټولنې نه د ۲۰۱۵ کال لپاره د افغانستان د خلکو سره د ۴۰۵ میلیونو امریکايي ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.
ملګروملتونو ویلي دي چې دا مرستې به یواځې د اړینو افغانانو لپاره د روغتیا، خوراکي توکو، د څښکاک د پاکو اوبو او نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې په مصرف ورسول شي.
د ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې یواځې د روان میلادي کال په دننه کې په افغانستان کې په جګړو، چاودنو او د حکومت د مخالفینو په بریدونو کې څه باندې ۸ زره تنه ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې سل زره تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې په نوموړي هیواد کې د جګړو د زیاتیدو سره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
د ملګروملتونو سازمان د څرګندونو له مخې په افغانستان کې دم ګړۍ ۱ عشاریه ۲ میلیونه تنه ماشومانو ته کافي خواړه نه رسیږي، ۵۰۰ تنو ماشومانو د ډول ډول ناروغیو له امله چې درملنې وړ ده ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۴ زره کورنۍ په بیلابیلو کمپونو په خیمو کې ژوند کوي.
د یادولو وړ ده چې ملګروملتونو سازمان د افغانستان د خلکو سره د مرستو د جاري ساتلو په خاطر تیر کال د نړۍوالې ټولنې نه د ۴۰۶ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه خو ددې مقدار یواځې ۶۳ سلنه يي ترلاسه کړی وو.
همداشان سږ کال یو ځل بیا د ۴۰۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه