د الشباب ترهګریزې ډلې په کینیا کې یو بل قتل عام ترسره کړ.

د الشباب ډلې په کینیا کې ۲۸ تنه دولتي کارکوونکي ووژل

201601
د الشباب ترهګریزې ډلې په کینیا کې یو بل قتل عام ترسره کړ.

د الشباب ترهګریزې ډلې په کینیا کې یو بل قتل عام ترسره کړ.
د الشباب ترهګریزې ډلې په کینیا د یو بس موټر د تښتولو نه وروسته په بس کې د د سپرو ۶۰ تنو مساپرو نه ۲۸ تنه ووژل .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د الشباب ترهګریزې ډلې د کینیا په شمال کې د ماندیرا د ښار نه د پلازمینې نایروبي په لورې روان یو بس موټر د ۶۰ تنو مساپرو سره وتښتو.
ترهګرو د بس نه ټول مساپر ښکته او د ۶۰ تنو نه يي ۲۸ تنه ووژل .
ویل کیږي وژل شوي ټول د دولتي ادارو کار کوونکي دي چې د نویل د رخصتي په موخه پلازمینې نایروبي ته روان ول.
د الشباب ډلې د برید مسولیت په غاړه ندی اخیستی خو پولیس د برید پړه د الشباب په ډلې اچوي.
د الشباب ترهګریزه ډله وخت نا وخته په کینیا کې دیته ورته بریدونه کوي.
د الشباب ترهګریزې ډلې د ۲۰۱۱ کال نه راپدیخوا په کینیا کې ۱۳۵ بریدونه ترسره کړي.
د الشباب ډله وايي په کینیا کې ځکه بریدونه ترسره کوي چې سومالي ته يي سرتیري استولي دي .
د الشباب ډله د القاعدې د سازمان یوه څانګه ده چې په افریقا کې فعالیت کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه