د پوتين لخوا د اوكراين د ويشلو پټ وړانديز

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ۲۰۰۸ كال كې د پولنډ هېواد ته وړانديز كړى وو چې د اوكراين هېواد په خپل مېنځ كې وويشي.

166300
د پوتين لخوا د اوكراين د ويشلو پټ وړانديز

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ۲۰۰۸ كال كې د پولنډ هېواد ته وړانديز كړى وو چې د اوكراين هېواد په خپل مېنځ كې وويشي. دا خبره د پولنډ د هېواد د بهرنيو چارو پخواني وزير رادوسلاف سيكورسي څرګنده كړه. سيكورسي پخپلو خاطراتو كې څرګنده كړه چې له مسكو نه د پولنډ د وخت د لومړي وزير ډونالډ ټاسك د ليدنې پرمهال ولاديمير پوتين په پټه ټسك ته وړانديز وكړ چې اوكراين پخپلو منځونو كې وويشي. پوتين وويل چې اوكراين د دويمې نړيوالې جګړې نه وروسته جوړ شوى مصنوعي هېواد دى. د اوكراين په لوديځ كې د لېمبرګ ښار په اصل كې د پولنډ د خاورې يوه برخه ده.
د پولنډ د بهرنيو چارو پخوانى وزير سيكورسي چې پخپله هم پدې غونډه كې حاضر ووايي چې ټاسك د پوتين په ځواب كې هېڅ و نه ويل. پدې ډول د اوكراين د اوسني كړكېچ سره د پولنډ د هېواد هېڅ ډول اړيكې نشته دى.
د موضوع په اړه تر اوسه پورې د پولنډ او روسيې د رسمي مقاماتو په اړه څرګندونې نه دي شوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه