ایا تاسې د یو هیواد لومړی وزیر په جارو کولو لیدلی؟

د هندوستان لومړي وزیر نارندرا مودي د هیواد د صفايي او نظافت په خاطر په یو کمپاین پیل وکړ.

147133
ایا تاسې د یو هیواد لومړی وزیر په جارو کولو لیدلی؟

ایا تاسې د یو هیواد لومړی وزیر د خپل هیواد د صفايي په خاطر په جارو کولو لیدلی دی ؟
د هندوستان لومړي وزیر نارندرا مودي د هیواد د صفايي او نظافت په خاطر په یو کمپاین پیل وکړ.
کمپاین د هر چا نه مښکې د هندوستان لومړي وزیر پخپله د یوې سیمې په جارو کولو پیل کړ. نوموړي وویل غواړي چې د مډیا له لارې یو کمپاین پیل کړم. نوموړي زیاته کړه چې ددې په خاطر مو یوه ځانګړې ویب پاڼه جوړه کړې ده . mygov.in دا زما د ویب پاڼې ادرس دی. نوموړي ویل تاسې هم کولی شي چې داسې یو اقدام وکړۍ. همداشان نارندرا مودي زیاته کړه زه تاسې ته بلنه درکوم چیرته چې کثافات پراته وي لومړی د هغه یو عکس واخلۍ ، وروسته هغه سیمه پاکه کړۍ او د پاکې سیمې عکس واخلۍ او لکه فیسبوک او ټویټر په څیر د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړۍ. سربیره پر دې نهو تنو خپلو دوستانو او خپلوانو ته هم بلنه ورکړۍ چې ما دا کار کړی تاسې يي هم وکړۍ. د هند لومړي وزیر دادې زه هم نن د اکتوبر دویمه ددې ځایه په نهو تنو ته بلنه ورکوم چې پدې کمپاین کې برخه واخلي او کوم کار چې ما وکړ دوی هم وکړي.
د هند لومړي وزیر په خپلو هیوادولو غږ وکړ چې د هیواد د پاکۍ او نظافت خیال وساتۍ او پدې کمپاین کې زما نه ملاتړ وکړۍ. همداشان باید د تل لپاره دې ته پاملرنه وشي.
زه ددې ځای نه د ګوا د ولایت والي ته ، د هندوستان نامتو کرکټر سچین ټنډولکر ته ، د هیواد نامتو مذهبي مشر بابارام ته، د کانګرس مشر سلمان ششي ته ، نامتو لوبغاړي سلمان کمال حسن، پرایانکا چوپړا ته ، سلمان انیل اماني ته ، د هیواد د سینما نامتو ستوري سلمان خان ته . زه دې نهو تنو بلنه ورکوم چې پدې کمپاین کې زموږ نه ملاتړ وکړي او د خپلو دوستانو سره یو ځای پدې کمپاین کې برخه واخلي.
همداشان لومړي وزیر ناراندرا مودي د هیواد یو نامتو ګوند ته هم بلنه ورکړه چې پدې کمپاین کې برخه واخلي .
لومړي وزیر مودي د هندوستان په ټولو خلکو غږ وکړ چې پدې کمپاین کې برخه واخلي او د خپلو کورنیو او دوستانو سره یو ځای لکه څرنګه چې ما په نهو تنو او یو ګوند غږ وکړ او بلنه مې ورکړه تاسې هم بلنه ورکړۍ. د هیواد د پاکۍ او نظافت په خاطر.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه