د عيسوي دين يو راهب پر ماشومانو د جنسي تيري په تور ونيول شو.

136274
د عيسوي دين يو راهب پر ماشومانو د جنسي تيري په تور ونيول شو.

د عيسويت د كاتوليك مذهب يو لوړپوړى پر ماشومانو د جنسي تيري په تور ونيول شو.
د واتيكان د هېواد قضايي چارواكو د كاتوليكې نړۍ د روحاني مشر پاپ يو تن پخوانى سفير پر ماشومانو د جنسي تيري په تور نيولى دى.
واتيكان چې پخوا هم د روحاني مشرانو لخوا د ماشومانو نه د ناوړره جنسي ګټې اخيستنې د خبرونو له امله د ستونزو سره مخامخ شوى وو دا ځل يې خپل يو تن پخوانى سفير پدې تور نيولى دى.
جوزېف ويسولوسكي چې د پولنډ د هېواد تابعيت لري په ۲۰۰۸ كال كې د دومينيك په جمهوريت كې د پاپ د سفير په توګه ټاكل شوى وو. پر ويسولوسكي تور لګول كيږي چې د خپلې دندې پرمهال يې د ماشومانو نه ناوړه جنسي ګټه پورته كړې ده. ۶۶ كلن راهب د جون په مياشت كې د عيسويت د تبليغ نه هم منعه شوى وو.
د واتيكان وياند راهب فدريكو لومباردي پدې اړه وويل چې د ويسولوسكي نيول كېدل د پاپ فرانسيسكو په امر ترسره شوي دي.
دا لومړى ځل دى چې واتيكان خپل يو لوړ پوړى ديني عالم د ماشومانو باندې د جنسي تيري په تور محاكمه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه