د سکاټلنډ خلکو د انګلستان نه د نه جلا کیدو پریکړه وکړه

په سکاټلنډ کې تیره ورځ د انګلستان نه د جلا کیدو او یا نه جلا کیدو په خاطر ټولپوښتنه وشوه چې ډیری خلکو د انګلستان نه د نه جلا کیدو په خاطر رای ورکړه.

130968
د سکاټلنډ خلکو  د انګلستان نه د نه جلا کیدو پریکړه وکړه

د سکاټلنډ خلکو د تاریخي ټولپوښتنې په ترڅ کې د انګلستان نه د نه جلا کیدو پریکړه وکړه.
په سکاټلنډ کې تیره ورځ د انګلستان نه د جلا کیدو او یا نه جلا کیدو په خاطر ټولپوښتنه وشوه چې ډیری خلکو د انګلستان نه د نه جلا کیدو په خاطر رای ورکړه.
په سکاټلنډ کې په پرونۍ ټولپوښتنه کې یو میلیون ۸۷۷ زرو تنو خپلواکي نه غواړو په پلوی رای ورکړه . همداشان خپلواکۍ غوښتونکو یو نیم میلیون رایې ترلاسه کړې.
په سکاټلنډ کې په پرونۍ ټولپوښتنه کې چې د انګلستان نه جلا شو او که نه د پوښتنې ځواب لټول کیده ۸۰ سلنې خلکو ګډون کړی وو. د سکاټلنډ د ۵ میلیونه او ۳۰۰ تنو نفوس نه د ۱۶ کلونو او د زیات عمر خاوندانو په ټولپوښتنه کې ګډون وکړ. د رای اچونې بهیر د سهار په ۷ بجو پيل او شپې تر لسو بجو يي دوام وکړ.
د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون د ټولپوښتنې د پایلو د اعلانیدو نه وروسته د ټویټر له لارې د یووالي پيغام ورکړ. کامرون یو موټی لا ښه یو پیغام خپور کړ. همداشان دیوید کامرون د سکاټلنډ د نه جلا کیدو په خاطر د کمپاین مسول علیستایر ډارلینګ ته مبارکي وویله .
د بله پلوه د سکاټلنډ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکي او د سکاټلنډ د ملي ګوند مشر او د ایالت لومړي وزیر الکس سالمونډ د ټولنیزې مډیا له لارې د ګلاسګو ښارنه چې ډیری خلکو د خپلواکۍ پلوي کړې مننه وکړه .
د بله پلوه د انګلستان حکومت ویلي وو که چیرې د ټولپوښتنې نه مثبت رای ترلاسه کړي او سکاټلنډ د انګلستان نه جلا نشي د نوموړي ایالت د پارلمان صلاحیتونه به ډیر کړي.
د سکاټلنډ د ایالت پارلمان چې په ۱۹۹۹ کال کې جوړ شوی دی د پوهنې نه تر روغتیا، کرنې او هنره پورې په یو زیات شمیر برخو کې خپله پریکړې کوي. خو د انګلستان پارلمان بیا د بهرني سیاست، دفاعي ، کډوالۍ، عامه مرستو او نرژۍ په څیر په مهمو مسلو کې د سکاټلنډ پارلمان د اخپلو اغیزو لاندې نیولی دی .
همداشان په اسکاټلنډ کې د مالیې پریکړه هم د انګلستان د پارلمان په لاس کې ده .
په سکاټلنډ کې د ټولپوښتنې د نیټې د رانږدې کیدو او د بیلتون غوښتونکو د شمیرې لوړیدو د انګلستان حکومت اندیښمن کړی وو. د انګلستان پخواني لومړي وزیر ګولډن برون د نوموړي بیلتون د مخنیوي په خاطر پارلمان ته په مالي او د مالیې په مسله کې د سکاټلنډ پارلمان ته د لا زیاتو صلاحیتونو ورکولو وړاندیز وکړ چې تمه کیږی چې برون ددې وړاندیز نه په پارلمان کې نور ګوندونه هم ملاتړ وکړي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه