داعش دا ځل د یو تن انګلیس چې د هغوې سره بندي  دی ویدیو خپره کړه

داعش د انګلستان د یو تن وګړي چې ورسره بندي دی ویدیويي فلم خپور کړ. پدې فلم کې نوموړی انګلیس خبریال د داعش لپاره پروپاګند کوي

130941
داعش دا ځل د یو تن انګلیس چې د هغوې سره بندي  دی ویدیو خپره کړه

داعش  دا ځل  د انګلستان د یو تن  وګړي خبریال  جان  کنټلي ویدیو خپره کړه. انګلیس  خبریال ( ماته غوږ  کیږدۍ ) په نامه  په ویدیويي فلم کې  ویلي دي چې  د داعش په اړه  یو زیات شمیر ویدیوګانې به خپرې شي او تاسې ته به حقایق  بیان کړم. د ویلو ده چې دا ویدیو په یوتیوب کې خپره شوې ده . 

ویل کیږي داعش  پدې ویدیو کې په انګلیس خبریال  خپل پروپاګند کړی دی . 

په خپره شوې ویدیو کې انګلیس خبریال  ویلي دي چې نوم يي حان کنټلي دی  او ددینه وړاندې  د سنډې ټایمز، د سن  او د سنډې ټیلګراف  د ورځپاڼو سره  کار کړی دی . 

انګلیس  خبریال  په د کمرې  پر وړاندې  د داعش لخوا لیکل شوی متن  لولي. انګلیس خبریال  په ویدیو کې وايي چې د ۲۰۱۲ کال  د  نوامیز په میاشت کې  سوریې ته راغلی وو چې د داعش  لخوا  ونیول شو. انګلیس  خبریال  وايي چې داعش  د کومې ورځې نه چې دا اسیر نیولی دی  ډیر زیات  پرمختګ  کړی دی او دا سازمان  ډیر لوی شوی دی . داعش  د عراق په لویدیځ او د سوریې په ختیځ کې  ډیره  لویه برخه د خپل کنټرول لاندې  راوستې ده . 

انګلیس خبریال  ددې خبرې په ټینګار وايي چې  انګلستان  هغه  ځانته  پریښی دی . انګلیس  خبریال وايي چې داعش  د انګلستان نه  لویه سیمه  اداره کوي. انګلیس  خبریال وايي چې د اروپا یو زیات شمیر هیوادونو  د خپلو وګړو په خاطر  د داعش  سره  مذاکرات او خبرې اترې وکړې او خپل وګړي خوشې کړل خو یواځې امریکا  او انګلستان  خپل وګړي یواځې پریښودل. 

انګلیس  خبریال ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې برخلیک يي  د داعش  د ډلې په لاس کې دی  او شاید چې تاسې  فکر وکړۍ چې  دا څرګندونې د ټوپک  په زور کوم هو  د ټوپک  په زور يي کوم.

نوموړي وویل لکه څرنګه چې تاسې هم  پوهیږۍ داعش ددینه وړاندې  د دوو تنو امریکايي خبریالانو نه سرونه غوڅ کړل  او انګلیس  خبریال يي هم  وواژه. نوموړي زیاته کړې ده چې د انګلیس خبریال هینز د وژلو یواځنی  مسول د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون  دی. ځکه چې دیوید کامرون  د داعش پر خلاف  د امریکا لخوا په جوړ شوي ایتلاف  کې ګډون وکړ.

داعش  ویلي که چیرې انګلستان د ایتلاف  نه بهر نشي  بل  انګلیس خبریال به هم  ووژني. انګلیس خبریال  ویلي دي چې دیوید کامرون  امریکا ته  په ایتلاف کې د ګډون د نه کولو  په څیر جسارت نلري. لکه څرنګه چې تونې بلیر  د امریکا په ایتلاف کې ګډون کړی وو دادې کامرون هم  ګډون وکړ. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه