کاناډا عراق ته سرتیري استوي.

کاناډا په عراق کې د امریکايي ځواکونو نه د ملاتړ په موخه نوموړی هیواد ته سرتیري استوي

115669
کاناډا عراق  ته سرتیري استوي.

کاناډا عراق ته سرتیري استوي.
کاناډا په عراق کې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ په خاطر چې د کوردي ملیشو په روزلو بوخت دي نوموړي هیواد ته د سرتیرو استولو پریکړه وکړه .
د کاناډا د لومړي وزیر ویاند جاسون مک دونالد وویل زموږ ځانګړي ځواکونه به په عراق کې د امریکايي ځواکونو سره چې د داعش ترهګرۍ ډلې پر وړاندې د کوردي ملیشو په روزلو بوخت دي مرسته او ملاتړ وکړي.
د کاناډا ځواکونه به په محاربه او یا هم په جګړه کې برخه وانخلي.
نوموړي وویل په پام کې ده چې د ۵۰ نه تر سلو تنو پورې سرتیري عراق ته واستول شي.
د ویلو ده چې د کاناډا د لومړي وزیر ویاند عراق ته د سرتیرو د استولو د نیټې په اړه څه ونه ویل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه