پنټاګون : د الشباب د ډلې مشر احمد ګوداني ووژل شو

د امریکا د دفاع وزارت د الشباب د ډلې د مشر احمد ګوداني د وژلو نه خبر ورکړ.

115338
پنټاګون : د الشباب د ډلې مشر احمد ګوداني ووژل شو

د امریکا  د دفاع  وزارت د الشباب  د ډلې  د مشر  احمد ګوداني  د وژلو نه خبر ورکړ.

د امریکا  د دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي چې د الشباب د ډلې  مشر  احمد ګوداني په سومالي کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې وواژه.

د پنټاګون  ویاند  جان کیبري وویل چې  د الشباب  د ډلې  بڼسټ ایښودونکي او مشر احمد ګوداني د وژلو  پخلی کوي. کیبري وویل چې  احمد ګوداني  د سپتمبر په لومړۍ نیټه  په سومالي کې د امریکا  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. 

نوموړي زیاته کړه چې  د ګوداني مړینه  د الشباب  د ډلې لپاره  د سمبولیک او عملیاتي پلوه  لویه ضایع  ده . کیبري زیاته کړه چې امریکا  متحده ایالتونه  د ټولو سیمه ییزو او نړۍوالو تهدیدونو پر خلاف  د خپلو دوستانو، متفقینو او شریکانو سره  په ګډه مبارزه کوي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه