امریکا یو ځل بیا په عراق کې د داعش په هډو بریدونه وکړل

امریکا په عراق کې د داعش د ډلې په هډو بمباریو ته دوام ورکوي.

99314
امریکا یو ځل بیا په عراق کې د داعش په هډو بریدونه وکړل

امریکا په عراق کې د داعش د ډلې په هډو بمباریو ته دوام ورکوي.
د امریکا جنګي الوتکو د موصل د لوی بند تر څیرمه د داعش په مرکزونو په بریدونو کې ۴ تنه د داعش جنیګالیو ژوند د لاسه ورکړی دی . امریکايي ځواکونو په عراق کې داعش په مرکزونو ۶ نوي بریدونه کړي دي .
د امریکا د عسکري سرچینو د خبر له مخې د اګست د ۸ نیټې نه راپدیخوا کې په عراق کې د داعش په مرکزونو ۹۰ بریدونه کړي دي . ویل کیږي ددې بریدونو ۵۷ يي د موصل د لوی بند تر څیرمه د عراقي ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر ترسره شوي دي .
همداشان د هالنډ هیواد د داعش پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د عراق کوردي ملیشو ته زر عدده وسپنیزې خولۍ او د مرمۍ ضد واسکټونو ورکولو پریکړه وکړه.
د هالنډ د هیواد د نظامي مرستې به د بغداد د لارې اربیل ته واستول شي او چارواکیو ته به وسپارل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه