په اوکراین کې تاوتریخوالي دوام لري

د اوکراین په ختیځ کې د اردو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښتې دوام لري.

83827
په اوکراین کې تاوتریخوالي دوام لري

د اوکراین په ختیځ کې د اردو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښتې دوام لري.
اردو د هیواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو پر خلاف پراخو عملیاتو ته تیاری نیسي.
په دونتسک د اردو په وروستي برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان په پلازمینه کیف کې د دولت مخالفین لارو او کوڅو ته راوتلي دي او د پولیسو سره په نښتو کې ښکیل شوي دي .
د اوکراین اردو د لوهانسک او دونتسک د ښارونو ترمنځه غځیدلې لویې لارې د ټرافیک پر مخ تړلي دي او غواړي چې پدې ډول په روس پلوو بیلتون غوښتونکو فشار وارد کړی.
د بله پلوه په لوهانسک ښار کې په نښتو کې ۱۵ تنو اوکرایني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د دونتسک د ښار د بیلتون غوښتونکو لومړي وزیر الکساندر برادای د خپلې دندې استعفا ورکړه .
په کیف کې یو ځل بیا نښتې پیل شوي دي . د کیف د ازادۍ په میدان کې په مظاهرو پیل شوی دی . د اوکراین پولیسو چې غوښتل میدان پاک کړي د مظاهره کوونکو سره په نښته کې ښکل شول.
مظاهره کوونکو میدان ته د پولیسو د ننوتو د مخنیوي په خاطر اورونه بل کړ او په پولیسو د بوتلي بمونو بریدونه وکړل.
د اوکراین د اقتصادي او مالي سیستم د بیارغولو په خاطر نړۍوال بانک نوموړي هیواد ته د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پور ورکولو وړاندیز منلی دی .
د بله پلوه نړۍوال بانک د اوکراین د بانکي او مالي سیستم د جوړولو په خاطر په تدابیرو نیولو پیل کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه