اسراییلو حکومت په نښتو کې بري او په جګړه کې ماتې سره مخامخ دی

د انګلستان د Economist اونیزې مجلې په غزه د اسراییلو په بې رحمانه او ضد انساني بریدونو سختې نیوکې کړي دي .

81452
اسراییلو حکومت  په نښتو کې بري او په جګړه کې ماتې سره مخامخ  دی

د انګلستان د Economist اونیزې مجلې په غزه د اسراییلو په بې رحمانه او ضد انساني بریدونو سختې نیوکې کړي دي .
د Economist مجلې ( په نښتو کې برې او په جګړه کې ماته ) د سرلیک لاندې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو په اړه یوه مقاله خپره کړه.
یادې شوې مجلې په مقاله کې د اسراییلو په بې رحمانه او ضد انساني او ضد اخلاقي بریدونو نیوکې کړي دي .
په مقاله کې راغلي دي که چیرې اسراییلو حکومت موجود دریځ او سیاست ته دوام ورکړي د ډيرې لویې ماتې سره به مخامخ شي .
په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار وویل شوي دي چې د اسراییلو د موجود سیاست د دوام په صورت کې به په منځني ختیځ کې د احتمالي سولې او ثبات فضا په کامله توګه د لاسه ورکړي . په مقاله کې راغلي دي چې اسراییلو حکومت ددې بریدونو او وژنو او غوره کړي سیاست سره په اصل کې د ځان پر خلاف کینې او نفرت زیاتوي او راتلونکی نسل به د اسراییلو نه لا زیات نفرت وکړي.
په مقاله کې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ته هم خبرداری ورکړ شوی دی .
یادې شوې مجلې د اسراییلو په لومړي وزیر نتنیاهو غږ کړی دی چې هر څه ژر د روغې جوړې په خاطر د مذاکراتو د میز تر شا کیني د نه کیناستو په صورت کې به دا لومړیه جګړه وبایلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه