د اذربایجان او ارمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه

د اذربایجان او ارمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه .

76459
د اذربایجان او ارمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه

د اذربایجان او ارمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه .
د اذربایجان او ارمنستان په پولو کې د سرحدي ځواکونو ترمنځه په نښته کې د اذربایجان ۹ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
د اذربایجان د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تیره شپه د اغدام او ترتر په سیمو کې د ارمنستان د کشفي او پارونکو سرتیرو د تثبیتیدو نه وروسته نښته پیل شوه چې په ترڅ کې دواړو خواوو ته ځاني زیانونو واوښتل.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ارمني سرتیري یو شمیر يي چې ژوندي پاتې وو په تیښه بریالي شو.
پداسې حال کې چې د دفاع د وزارت په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتیرو د شمیرې په اړه څه ندي ویل شوي خو د اذربایجان رسمي خبري اژانس بیا په نښته کې د اتو تنو اذربایجاني سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی .
د بله پلوه ارمني سرتیرو د ګزاح په سیمه کې په اذربایجاني سرتیرو ډزې کړي چې له امله يي یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه