په هندوستان کې د مځکښویدنې له امله د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شو

د هندوستان د مهاراشترا په ایالت کې د مځکښویدنې په پایله کې د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شوه .

74985
په هندوستان کې د مځکښویدنې له امله د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شو

د هندوستان د مهاراشترا په ایالت کې د مځکښویدنې په پایله کې د مړو شمیره ۲۵ تنو ته لوړه شوه .
د نوموړي هیواد ناورین پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي دي چې د هیواد په لویدیځ کې د شدیدو بارانونو له امله مځکښویدنه رامنځته شوه چې له امله يي د مړو شمیره ۲۵ تنو ته رسیدلې ده .
د نوموړې ادارې د معلوماتو له مخې په سیمه کې د سختو بارانونو له امله د غورنې چارې د خنډ سره مخامخ شوي دي .
د هندوستان د ناورین پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي دي چې په سیمه کې اوس هم یو شمیر کسان د خاورو لاندې دي چې د ژغورنې هڅې دوام لري.
په سیمه کې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د شاوخوا کلو او سیمو نه هم د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي او ۲۵۰ کسان د پلټنې چارو ته دوام ورکوي.
یادې شوې ادارې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
د هندوستان د کورنیو چارو وزیر د پیښې سیمې ته تللی دی او د ژغورنې چارې د نږدې نه ولیدلې.
د بله پلوه د ژغورنې ډلو ویلي دي چې په کیدای شي ۱۵۰ تنه د خاور لاندې شتون ولري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه