د اوکراین اردو پرمختګ ته دوام ورکوي

په اوکراین کې خلکو بیرته هغه ښارونو ته چې د اردو د کنټرول لاندې راغلي دي په ستنیدو پيل کړی دی .

73637
د اوکراین اردو پرمختګ ته دوام  ورکوي

په اوکراین کې خلکو بیرته هغه ښارونو ته چې د اردو د کنټرول لاندې راغلي دي په ستنیدو پيل کړی دی .
د اوکراین اردو د هیواد په ختیځ کې د یوې اوونۍ جګړې نه وروسته د لوګانسک ښار د روس پلوو بیلتون غوښتونکو نه ونیو. همداشان په ټولو هغه ښارونو کې چې د اردو د کنټرول لاندې دي ژوند نورمال حالت ته راګرځیدلی دی .
یو زیات شمیر خلکو چې د نښتو له امله يي د لیسيچانسک او سیور دونتسک سیمې پریښې وې بیرته يي په راستنیدو پیل کړی دی .
د اوکراین اردو په یادو شوو ښارونو کې د بیلتون غوښتونکو د احتمالي بریدونو په خاطر په سیمه کې د پام وړ ځواکونه ځای په ځای کړي او په هرو څو مترو کې امنیتي پوستې جوړې کړي دي .
په سیمه کې د خوراکي توکو ستونزې هم دوام لري . خلک د خوراکي توکو د رانیولو په خاطر د مارکیټونو په مښکې کتارونو نه جوړ کړي دي .
اردو د ښارونو په دخولي دروازو کې ټانکونه ځای په ځای کړي دي او پلټنې هم کوي.
په یو شمیر ښارونو کې اوس هم د برښنا او سوند ګازو ستونزې دوام لري او د ټیلیفون شبکې هم د فعالیته غورځیدلي دي .
یو زیات شمیر خلک چې کورونه يي په جګړو کې زیانمند شوي دي په خپلو امکاناتو د کورونو د جوړولو هڅه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه