په هالنډ کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان شو

د هالنډ هیواد په اوکراین کې د غورځیدلې مالیزیا مساپروړونکې الوتکه کې د وژل شوو ۱۹۳ تنو هالنډیانو د جنازو لپاره تیاری نیسي.

67815
په هالنډ کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم  اعلان شو

د هالنډ هیواد په اوکراین کې د غورځیدلې مالیزیا مساپروړونکې الوتکه کې د وژل شوو ۱۹۳ تنو هالنډیانو د جنازو لپاره تیاری نیسي.
تمه کیږي چې اوکراین نن د نوموړو جنازو یوه برخه هالنډ ته وسپاري.
ویل کیږي د مالیزیا د مساپروړونکې الوتکې په پیښه کې د وژل شوو هالنډیانو لپاره به لومړی په هالنډ کې د جنازې مراسم جوړ شي او وروسته به خپل هیواد ته واستول شي.
اوکراین ویلي دي چې په لومړني پړاو کې به د ۵۰ تنو جنازې هالنډ ته واستوي.
د هالنډ په هوايي ډګر کې به د جنازو نه د شاهي کورنۍ د غړیو او ملي شورا د استازو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشي.
جنازې د هویت د تثبیت نه وروسته خپلو خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د نوموړو ۱۹۳ تنو د وژل کیدو له امله نن په هالنډ کې یو ورځ ملي ماتم اعلان شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د مالیزیا د هوايي کرښو اړوند بویینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د تیرې پنجشنبې په ورځ د اوکراین او روسیې په پولو کې د اوکراین په خاوره کې وغورځیده .
په پیښه کې د الوتکې ۱۵ تنه عملې او ۲۸۳ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړ.
په نوموړو ۲۸۳ مساپرو کې ۱۹۳ تنه د هالنډ د هیواد وګړي وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه