د اروپايي ټولنې مشرانو په روسيې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه

د ټولنې مشرانو ویلي دا چې د جون د میاشتې په سرمشریزه کې د ټولنې نه د اوکراین په مسله کې د یو شمیر ګامونو پورته کولو غوښتنه شوې وه او روسیې دا ګامونه ندي پورته کړي د همدې امله پرې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.

132585
د اروپايي ټولنې مشرانو په روسيې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه

د اروپايي ټولنې مشرانو په روسيې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه .
د ټولنې مشرانو ویلي دا چې د جون د میاشتې په سرمشریزه کې د ټولنې نه د اوکراین په مسله کې د یو شمیر ګامونو پورته کولو غوښتنه شوې وه او روسیې دا ګامونه ندي پورته کړي د همدې امله پرې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.
همداشان د ټولنې مشرانو په هغه روسي شرکتونو چې د اوکراین د ارضي تمامیت او ملي یووالي پر خلاف د پورته شوو ګامونو نه يي ملاتړ کړی دی تثبیت کړي او په نوموړو شرکتونو د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړه .
په سرمشریزه کې مشرانو د اروپا د پانګه اچونو او اعمار او پراختیا بانک نه روسیې ته د پور د نه ورکولو پریکړه هم وکړه .
اروپايي مشرانو په سرمشریزه کې په اسراییلو د حماس راکټي بریدونه وغندل خو په غزه کې د روانو عام وژنو په اړه یادونه هم ونه کړه.
د غونډې په پریکړه لیک کې په اسراییلو په غزې په بریدونو کې نړۍوالو قوانین د مراعاتولو غږ شوی دی . په پریکړه لیک کې ددې خبرې په ټینګار هم ویل شوي دي چې د اسراییلو حکومت د خپل ځان نه د دفاع پوره حق لري.
د ملکي وګړو د وژنو په اړه هم خواشیني ښودل شوې ده .
په پریکړه لیک کې په دواړو خواوو د اعتدال غږ شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه