په مسکو په مترو کې د پټلې نه د ریل ګاډي د وتو له امله لس تنه مړه

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د مځکې لاندې د مترو په سټیشن کې د رامنځته شوې پیښې له امله لس تنه مړه او شاوخوا سل تنه نور ټپیان شول.

130045
په مسکو په مترو کې د پټلې نه د ریل ګاډي د وتو له امله لس تنه مړه

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د مځکې لاندې د مترو په سټیشن کې د رامنځته شوې پیښې له امله لس تنه مړه او شاوخوا سل تنه نور ټپیان شول.
د مسکو د بیړنیو حالاتو د ادارې د معلوماتو له مخې د مترو د ارباتسکو – پوکروواسکیا د سفر کوونکي ریل ګاډې درې واګونه د پټلۍ نه وتلي دي .
نوموړي ویلي دي چې د پیښې اصلي لامل ناڅرګند دی خو په اړه يي څیړنې دوام لري.
ویل کیږي په پیښه کې د ځینې ټپیانو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی . د پیښې سخت ټپیان په چورلکو کې روغتونونو ته انتقال شوي دي .
آټکل شوی دی چې پیښه د برښنا په مزي کې د شارتۍ له امله رامنځته شوي وي.
په پیښه کې د مړو شمیره لسو تنو ته لوړه شوه.
همداشان د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه