په لیبیا کې د نښتو له امله ټول هوايي دګرونه تړل شوي دي

د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې په هوايي دګر راکټي بریدونه وشول.

130038
په لیبیا کې د نښتو له امله ټول هوايي دګرونه تړل شوي دي

د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې په هوايي دګر راکټي بریدونه وشول.
د لیبیا د حکومت ویاند ویلي دي چې د طرابلس په هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله لږ تر لږه دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د نوموړي په وینا پدې پیښه کې ۱۲ الوتکو ته زیان اوښتی دی ،
د لیبیا د حکومت ویاند زیاته کړه چې په هیواد کې د امنیت د ټینګښت په موخه په پام کې لري چې د نړۍوالو ځواکونو غوښتنه وکړي.
په لیبیا کې وسله والې ډلې د طرابلس د هوايي دګر د نیولو هڅه کوي.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د لیبیا نه د خپلو کارکوونکو د ویستلو پریکړه کړې ده.
ویل کیږي په لیبیا کې د پرون راهیسې په روانو نښتو کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي د وسله والو کسانو لخوا په هوايي ډګر د برید له امله ۹۰ سلنه الوتکو زیان لیدلی دی .
وسله والو کسانو د پرون راهیسې په هوايي ډګر بریدونه پیل کړي چې د هوايي ډګر ترمینل هم په کامله توګه سوځیدلی دی .
د لیبیا حکومت هوايي دګر د درې ورځو لپاره د الوتنو پر مخ تړلی دی .
د بله پلوه د لیبیا د بن غازي په ښار کې د متقاعد جنرال خلیفه حفتار او د هغه د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځه نښتې دوام لري.
په بنغازي کې د سختې نښتې له امله رسمي دفاتر او بانکونه تړل شوي دي .
د لیبیا د مصراته په ښار کې هم هوايي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی دی .
په لیبیا کې یواځې دوه واړه هوايي دګرونه او د تونس سره سرحدي دروازه پرانیستې ده.
همداشان لویدیځو هیوادونو په لیبیا کې د روانو نښتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په لیبیا کې په همدې شان د حالاتو د دوام په صورت کې به نوموړی هیواد د ترهګرو په روزنیز مرکز بدل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه