د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج تیره ورځ د خپلې دندې است

ویلیم هیج د خپل رسمي تویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې نن ماښام يي د بهرنیو چارو د وزارت د پوست نه يي استعفا ورکړه او ولسي جرګې د ریس په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړم.

129909
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج تیره ورځ د خپلې دندې است

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج تیره ورځ د خپلې دندې استعفا ورکړه.
ویلیم هیج د خپل رسمي تویټر حساب له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې نن ماښام يي د بهرنیو چارو د وزارت د پوست نه يي استعفا ورکړه او ولسي جرګې د ریس په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړم.
د ویلو ده چې د محافظه کار ګوند غړی ویلیم هیج د تیرو څلورو کلونو راهیسې د انګلتسان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون په کابینه کې د بعضو تغیراتو د راوستو لپاره ملا تړلې ده. د ویلو ده چې د هیج نه وروسته د انګلستان د کابینې وزیر کین کلارک هم د خپلې دندې نه استعفا ورکړه.
د انګلستان لومړي وزیر د دفاع وزیر فیلیپ هاموند د ویلیم هیج پر ځای د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه