امریکا: القاعدې داسې بمونه جوړ کړي چې د امنیتي ماشینونو لخوا نشي

د امریکا متحده ایالتونو د القاعدې ترهګریز سازمان لخوا د داسې بمونو د جوړولو په اړه اندیښنه ښودلې ده چې په هوايي ډګرونو کې د امنیتي ماشینونو لخوا نشي تثبیتیدلی.

117746
امریکا: القاعدې داسې بمونه جوړ کړي چې د امنیتي ماشینونو لخوا نشي

د امریکا متحده ایالتونو د القاعدې ترهګریز سازمان لخوا د داسې بمونو د جوړولو په اړه اندیښنه ښودلې ده چې په هوايي ډګرونو کې د امنیتي ماشینونو لخوا نشي تثبیتیدلی.
امریکا ، انګلستان، فرانسې او یو زیات شمیر نورو اروپايي هیوادونو د همدې ویرې په خپلو هیوادونو او په ځانګړې توګه په هوايي ډګرونو کې امنیتي تدابیر لوړې کچې ته رسولې دي.
ویل کیږي د القاعدې لخوا جوړ شوي نوي بمونه په لپټاپ کمپوټر او حتا د انسان په بدن کې هم ځای په ځای کیدی شي.
د امریکا د استخباراتو ادارې پدې اړه یو اندازه معلومات ترلاسه کړي دي چې یو ځل بیا يي اندیښنې پارولي دي .
د بله پلوه د امریکا مطبوعاتو د استخاراتي سرچینو له قوله ویلي دي چې دا بمونه په یمن کې د القاعدې د سازمان د یو تن نامتو غړي ابراهیم حسن الااسیري لخوا جوړ شوي دي .
همداشان ادعا شوې ده چې یمني بم جوړونکي سوريې ته اوښتي دي او هلته په امریکا د برید پلان جوړوي. همداشان دا نوي بمونه په سوریه کې ازمایل کیږی.
ویل کیږي دا نوی بم د عملیات له لارې د انسان په وجود کې، په لپټاپ کمپیوټر کې او حتا په مایع ډول سره د انسان په لباس کې هم ځای په ځای کیدل د امکان وړ دي.
په لندن کې په هوايي ډګرونو کې د ټولو مساپرو نه د ټيلیفونونو ، کمپیوټرو او هر ډول الکترونیکي توکو لومړی د لګولو او وروسته بیا د بندولو غوښتنه کیږي.
د مساپرو د بوټانو پورې د کلکې پلټنې نه تیریږي.
د بله پلوه د امریکا چارواکیو ویلي دي د ټولو هغه هوايي شرکتونو چې د امنیتي پلوه ضیعفه دي امریکا ته په الوتنو بندیز ولګوي.
د امریکا په هوايي ډګرونو کې کلکو پلټنو رش ته لار اواره کړې ده .
امریکايي چارواکي وايي چې دا تدابیر باید دا ځل موقتي نوي باید دوامداره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه