په اوکراین کې د اوربند سره سره نښتې دوام لري.

د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو تیره شپه د روسیې سره په پولو کې په یو زیات شمیر امنیتي نقطو بریدونه وکړل.

109945
په اوکراین کې د اوربند سره سره نښتې دوام لري.

په اوکراین کې د اوربند سره سره نښتې دوام لري.
د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو تیره شپه د روسیې سره په پولو کې په یو زیات شمیر امنیتي نقطو بریدونه وکړل. د نوموړو سیمو نه دوه مهمې سیمې د روس پلوو لخوا نیول شوي دي .
د کرماتورسک په نښتو کې د ۴ تنو اوکرایني سرتیرو د وژل کیدو او ۵ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ شوی دی . د بله پلوه د اوکراین اردو ادعا کوي چې د روسیې سره په پولو کې مهمې نقطې بیرته نیولي دي .
د دونتسک په ښار کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د ۴ ساعته جګړې نه وروسته د اوکرایني ځواکونو یوه عسکري هډه نیولې ده . روس پلوو بیلتون غوښتونکو په هډه کې یو زیات شمیر اوکرایني سرتیري اسیر ونیول.
ویل کیږي روس پلوو د نوموړو اوکرایني سرتیرو د قومندانانو نه پرته نور ټول بیرته خوشې کړي دي . د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو د اوربند موده درې ورځې نوره هم وغځوله.
پوروشینکو د هیواد په ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو نه د روسیې سره په پولو کې د خپلو مرکزونو د تړولو او د وسلو په مځکه ایښودولو غوښتنه کړې ده .
د اورکراین ولسمشر د اورپايي ټولنې سره د ازادۍ سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ. بروکسل ددې په مقابل کې اوکراین ته په ټولنه کې د پوره غړیتوب ژمنه کړې ده.
د بله پلوه د روسیې ولسمشر د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځه د ازادۍ سوداګرۍ د تړون د لاسلیکیدو په اړه په غبرګون کې وویل چې دا به ډیرې بدې پایلې ولري او ددینه وروسته به د نوموړي هیواد په توکو ګمرکي معصولات ولګوي.
اوکراین ۲۴ سلنه صادارت روسیې ته لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه