د نایجریا امنیتي ځواکونو د بوکوالحرام د ۵۰ تنو اورپکو د وژلو نه

د نایجریا ځواکونو په هیواد کې د بوکوالحرام ترهګریزې ډلې په کمپونو بریدونه ترسره کړل

110123
د نایجریا امنیتي ځواکونو د بوکوالحرام د ۵۰ تنو اورپکو د وژلو نه

د نایجریا ځواکونو په هیواد کې د بوکوالحرام ترهګریزې ډلې په کمپونو بریدونه ترسره کړل.
د نایجریا امنیتي ځواکونو د بورنو په ایالت کې د بوکوالحرام د ترهګریزې ډلې په موقتي کمپونو بریدونه کړل چې له امله يي ۵۲ تنه مړه او ۵ تنه ټپیان شوي دي .
د نایجریا اردو د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې امنیتي ځواکونو د بورنو په ایالت کې د بوکوالحرام په ډلې د ترسره کړو عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ تنه اورپکي وژلي دي. پدې عملیاتو کې دوه تنه سرتیري مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
په خبر کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د بوکوالحرام د ډلې اړوند یو اندازه وسلې، مهمات، موټرې، موټرسایکلې او تیلو ډیپوګان او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همداشان د نایجریا، کامرون، چاد او نایجر د ځواکونو نه جوړ ایساف ځاوکونو د نایجریا او نایجر په پولو کې د بوکوالحرام پر خلاف عملیات ترسره کړي چې پدې عملیاتو کې یو اندازې وسلې او مهمات نیول شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه