په لیبیا کې ټاکنې پایته ورسیدې او د رای شمیرنې بهیر پیل شو

په لیبیا کې تیره روځ پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې سمدلاسه ورپسې د رای شمیرنې بهیر پيل شو

107585
په لیبیا کې ټاکنې پایته ورسیدې او د رای شمیرنې بهیر پیل شو

په لیبیا کې تیره روځ پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې سمدلاسه ورپسې د رای شمیرنې بهیر پيل شو.
د لیبیا د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ۲۵ سلنه وه او د رای اچونې یو شمیر مرکزونه د امنیتي دلایلو له امله تړل شوي ول.
په څرګندونو کې راغلي دي په لیبیا کې د یو میلیون او ۶۰۰ زرو تنو نه یواځې ۴۰۰ زرو تنو خپلې رایې کارولي دي .
د الکفرا په ښار کې وسله والو کسانو رای اچونو په لسو مرکزونو بریدونه کړي دي . د دیرني په ښار کې ټول د رای اچونې مرکزونه تړل شوي وو.
په لیبیا کې خلک د قذافي د ۴۰ کلن رژیم د ړنګیدو نه وروسته دا دویم ځل دی چې د رایو د صندوقونو په لورې ځي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه