پوتین او پوروشینکو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین د ولسمشر پټرو پوروشینکو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

98578
پوتین او پوروشینکو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین د ولسمشر پټرو پوروشینکو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د روسیې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مطبوعاتي مرکز لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین په ختیځ کې د روانو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
په څرګندونو کې راغلي دي چې پوتین د اوکراین د لوهانسک په ښار کې د وژل شوي روسي خبریال په اړه خپله خواشیني د خپلي اوکرایني سیال سره شریکه کړې ده .
پوتین ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په اوکراین کې د روسي خبریالانو امنیت باید پرته د کوم قید او شرطه وساتل شي.
همداشان د اوکراین ولسمشر د وژل شوي روسي خبریال په خاطر پوتین ته تسلیت وړاندې کړی او ویلي دي چې د مسلې اړوند يي څیړنې پيل کړي دي .
پوروشینکو په هیواد کې د مطبوعاتو د کارکوونکو د امنیت د ساتلو په خاطر امنیتي ځواکونو ته هدایت کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه