په كوسووا كې سراسري ټاكنې

د كوسووا په جمهوريت كې د خپلواكۍ د ترلاسه كولو نه وروسته د دويم ځل لپاره پارلماني ټاكنې ترسره كيږي.

86759
په كوسووا كې سراسري ټاكنې

په كوسووا كې سراسري ټاكنې
د كوسووا په جمهوريت كې د خپلواكۍ د ترلاسه كولو نه وروسته د دويم ځل لپاره پارلماني ټاكنې ترسره كيږي.
پدې ټاكنو كې به چې شاوخوا ۱ ميليون او ۷۸۲ زره ۴۵۴ رايه اچوونكي ګډون وكړي د پارلمان ۷۴ غړي وټاكل شي. په ټاكنو كې همداراز د د ۵ سربي ۲ تركي او ۶ بوسنيايي سياسي ګوندونو سربېره شاوخوا ۱ زرو ۲۳۵ كسان نوماند دي چې يو بل سره به رقابت وكړي.
په پارلمان كې تركي وكيلانو ته دوه چوكۍ په نظر كې نيول شوي دي. كه چېرې دواړه چوكۍ وګټي نو په حكومت كې به هم برخه واخلي.
ټاكنې د پراخه امنيتي تدابيرو لاندې ترسره كيږي. د ټاكنو نه شاوخوا ۲۷ زره ۷۳۳ كورني او بهرني ناظرين څارنه كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه