د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالی دوام لري

د اوکراین اردو د هیواد په ختیځ کې د سلاویانسک په ښار کې په عملیاتو پیل کړی دی .

77456
د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالی دوام لري

د اوکراین اردو د هیواد په ختیځ کې د سلاویانسک په ښار کې په عملیاتو پیل کړی دی .
د روسیې خبري اژانسونو او تلویزیونونو خبر ورکړی چې اوکرایني ځواکونو په یاد شوي ښار کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې په یو روغتون هم بریدونه کړي خو چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه اوکرایني پلوو پاڼو بیا دا خبر رد کړی او ویلي دي چې په روغتون د اردو لخوا نه بلکې د ناقانونه وسله والو ډلو لخوا برید شوی دی .
د دونتسک په ښار کې بعضې سیمې چې د روس پلوو د کنټرول نه وتلي دي تالان شوي دي.
روس پلوو یو زیات شمیر سیمې چې د لوټمارانو لخوا نیول شوې وې بیرته نیولي او لوټماران يي ترینه ویستي دي.
ویل کیږي په هوايي دګر کې اکثره مارکیټونه لوټ شوي دي .
په نوموړې سیمه کې د وژل شوو په لسګونو تنو جنازې خاورو ته سپارل کیږي.
په سلاویانسک ښار کې د روس پلوو ښاروال ادعا کړې چې په ښار کې تر اوسه پورې په نښتو کط شاوخوا ۱۲۰۰ تنه اوکرایني سرتیري وژل شوي . نوموړي ویلي دي چې د اوکرایني ځواکونو ۸ چورلکې غورځولي او پدې نښتو کې ۲۰۰ تنه روس پلوي وسله والو هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د سلاویانسک د ښار ډیری خلکو خپل ماشومان او د کورنۍ غړي کریمیا او شاوخوا ولایتونو کې کمپونو او تفریحځایونو ته استولي دي.
ویل کیږي د یاد شوي ښار ۲۰۰ تنه ماشومان کریمیا ته رسیدلی او ۳۰۰ ته نور په لاره کي دي.
د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په سیمه کې روس پلوو د اوکرایني ځواکونو د مهماتو یوه ډیپو چولې ده او ۲۰ تنه سرتیري اسیر نیولي دي .
د اوکراین د دفاع وزیر ویلي دي چې په هیواد کې د حالاتو د نورمالیدو پورې به عملیاتو ته دوام ورکړي. د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې کیدای شي د اوکراین په نښتو کې د چیچین اورپکي هم ګډون وکړي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه