د اوكراين په ختيځ كې د كراماتورسك په ښار كې د نوموړي هېواد د ځوا

د اوكراين د كورنيو چارو وزارت اعلان وكړ چې د كراماتورسك او سلاويانسك په ښارونو كې د امنيتي ځواكونو او روس پلوو ملېشتو ترمېنځ نښتې شوي دي. روس پلوو ملېشو څرګنده كړه چې د كراماتورسك په ښار كې ۱۲ تنه وژل شوي دي. اوكرايني چارواكو ددې خبر پخلى ندى كړى.

62461
د اوكراين په ختيځ كې د كراماتورسك په ښار كې د نوموړي هېواد د ځوا


د اوكراين په ختيځ كې د كراماتورسك په ښار كې د نوموړي هېواد د ځواكونو لخوا عمليات روان دي.
د اوكراين د كورنيو چارو وزارت اعلان وكړ چې د كراماتورسك او سلاويانسك په ښارونو كې د امنيتي ځواكونو او روس پلوو ملېشتو ترمېنځ نښتې شوي دي. روس پلوو ملېشو څرګنده كړه چې د كراماتورسك په ښار كې ۱۲ تنه وژل شوي دي. اوكرايني چارواكو ددې خبر پخلى ندى كړى.
اوكرايني ځواكونو نن سهار په نوموړي ښار كې د راډيو ټلويزيون ودانۍ او دولت د امنيت ودانۍ د روس پلوو ملېشو نه ونيوله.
په سيمه كې لاريون كوونكو لارې بندې كړي دي.
د سلاويانسك په ښار كې بيا روس پلوو ملېشو د اوكراين د امنيتي ځواكونو د احتمالي بريد په وړاندې د دفاع لپاره په تياري پيل كړى دى.
د اودېسا په ښار كې هغې ودانۍ ته اور اچول شوى چې پكې روس پلوه ملېشې پرتې وې. د اورلګېدنې په پايله كې شاوخوا ۴۶ تنه وژل شوي دي. ددې پېښې نه وروسته د هېواد په ختيځ كې د دونستك په ښار كې لاريونونه ترسره شول.
چارواكي وايي چې د اورلګېدنې لپاره ځانګړي ګاز كارول شوي دي.
د بله پلوه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل جرمني او امريكايي سيالانو سره د ټېلفون په كرښه د خبرو پرمهال غوښتنه وكړه چې په اوكراين كې دې عمليات بند شي.
لاوروف او كېري په اوكراين كې د اروپا د امنيت او همكارۍ د سازمان د رول د زياتولو پر سر سلا مشورې وكړې. په ورته ډول د همدې سازمان ۷ تنه ناظرين چې څه موده وړاندې د سلاويانسك په ښار كې د روس پلوو ملېشو لخوا تښتول شوي ول د څو ورځو ځنډ نه وروسته خوشې شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه