د سویلي کوریا لومړي وزیر استعفا وکړه

په سویلي کوریا کې د یوې مساپروړونکې کښتۍ د ډوبیدو او د شاوخوا ۳۰۰ تنو وژل کیدو او لا درکه کیدو پیښې لومړی وزیر استعفا ته اړ ویست.

61356
د سویلي کوریا لومړي وزیر استعفا وکړه

په  سویلي کوریا  کې  د یوې مساپروړونکې  کښتۍ  د ډوبیدو  او د شاوخوا  ۳۰۰ تنو وژل کیدو او لا درکه کیدو پیښې  لومړی وزیر استعفا ته  اړ ویست.

د سویلي کوریا لومړی وزیر چونګ هانګ ون  چې  د نوموړې پیښې له امله  د سختو نیوکو سره  مخامخ  شوی وو  د دندې نه  استعفا  وکړه.

د سویلي کوریا لومړي وزیر ون  نن  وویل  دا  چې د کښتۍ  د ډوبیدو د پیښې پر مهال  د ژغورنې او پلټنې چارې کافي نوې او کلاره وې  د سختو نیوکو لاندې راغلی دی چې د همدې امله  يي د دندې نه  استعفا ورکړه. 

د سویلي کوریا لومړي وزیر ون  خپله استعفا نن  په پلازمینه  سیول کې په خبري غونډه کې  اعلان کړه . 

نوموړي وویل  چې  د سویلي کوریا د لومړي وزیر په توګه  پدې برخه کې مسولیت  لرم  چې باید  د دندې نه  استعفا وکړم. د  دندې  دوام  په اصل کې  د هیواد د دولت په اوږو  یو درندو  بار بولم. 

لومړي وزیر وویل  د سویلي کوریا د لومړي وزیر په توګه  او د حکومت په استازیتوب  د پیښې په مخنیوي کې د پاتې کیدو او د بعضو ستونزو له امله په خپل وخت د مداخلې د نه کولو په خاطر د ټولو هیوادوالو  او د پیښې د قربانیانو د کورنیو نه  بښنه غواړم. 

د یادولو وړ ده چې د کښتۍ  د ډوبیدو د پیښې نه وروسته د سیمه ییز دفتر لخوا  په کښتۍ کې د زده کوونکو کورنیو ته خبر ورکړی وو چې ټول  زده کوونکي ژغورلي دي خو د څو ساعتونو وروسته  په ډاګه شوه چې په پیښه کې  په سلګونو تنه  زده کوونکي مړه او لا درکه شوي دي .

د ویلو ده چې  په ډوبه شوې کښتۍ کې  د ۳۲۵ تنو زده کوونکو په ګډون  ۴۷۶ تنو مساپرت کولو چې  تر اوسه پورې  د ۱۸۷ تنو مړي موندل شوي او ۱۱۵ تنه اوس هم  لا درکه دي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه