د عراق وسله وال پوځ د امریکايي ځواکونو لخوا پر بغداد د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
دعراق وسله والو ځواکونو په هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې پرضد د مبارزې په موخه رامنځته شوی د امریکا په مشرۍ ائتلاف د بې ثباتۍ اصلي عنصر وباله .
دعراق وسله والو ځواکونو په هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې پرضد د مبارزې په موخه رامنځته شوی د امریکا په مشرۍ ائتلاف د بې ثباتۍ اصلي عنصر وباله .
د عراق وسله وال پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي « امریکا نړیوالو قوانینو له مراعاتولو او درناوي پرته ښکاره وژنې کوي .
د عراق وسله والو پوځ په پلازمېنه بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته چې د شیعه ملېشې ډلې کتائب حزب الله یو قوماندان يي په نښه کړ، تېره شپه یوه اعلامیه خپره کړه. په اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا په عراق کې د خپل ماموريت د پای ته رسولو لپاره تر بل هر وخت ډېر مکلفه ده.
په دغه اعلامیه کې په عراق کې د امریکې په مشرۍ د داعش ترهګرې ډلې پرضد د ائتلاف ځواکونه د بې ثباتۍ اصلي عنصر بلل شوي او ټینګار شوی چې دغه حالت د عراق حکومت تر بل هر وخت زیات مجبوروی چې د دغه ائتلاف ماموریت ختم کړی. ځکه چې دوې د بې ثباتۍ اصلي عنصر دي او عراق د جګړې په ګردآب کې د ډوبولو له ګواښ سره مخ کړی دی . "زموږ وسله وال ځواکونه نشي کولی د خپلو اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه غفلت وکړي."
په اعلامیه کې راغلي چې امریکايي ځواکونو د بغداد په یو کلي د بې پیلوټه الوتکې برید سره په ښکاره توګه د ملکي وګړو ژوند د خطر سره مخ کړی او نړیوالو قوانینو ته له درناوي پرته په ښکاره توګه وژنې ترسره کوي.
په اعلامیه کې راغلي: " امریکا ځواکونه د دا ډول کړنو سره د عراق کورنۍ سوله له خطر سره مخ کوي، د عراق حاکمیت تر پښو لاندې کوي او زموږ د اتباعو امنیت او ژوند ته پام نه کوي. تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ایتلاف په دوامداره توګه زموږ په خاوره کې د خپل شتون له لاملونو او اهدافو څخه انحراف کوي."
اړوند خبرونه
د اسرائیلو پوځ په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړ
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزه کې د جګړې د دوام پلان تصویب کړی دی.