د حماس د ډلې سیاسي څانګې مشر : د فلسطین خلک او د دوی مقاومت قوي، هوډمن او صبرناک دی

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ډلې  د سیاسی څانګې مشر اسماعیل هنیه وویل د غزې د راتلونکی په هکله هرډول سناریو چې حماس او نورې مقاومتی ډلې پکې نه وی یو خیال او خوب دی .

2076643

هنیه د حماس د ټیلیګرام پاڼې له لارې په  خپور کړي بیان کې یادونه وکړه چې د فلسطین خلک او د دوی مقاومت قوي، هوډمن او صبرناک دی او پوره باور لري چې د اسرائیلو اشغال به پای ته ورسیږي.

هنيه ددې خبرې په ټینګار سره چې د حماس اداره له نړيوالو موسسو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکوي وويل ، د فلسطين د خلکو د کړاوونو د کمولو او هغوي ته د مرستو د رسولو د يقيني کولو لپاره کار کوي.

"د غزې د راتلونکي په اړه هر ډول سناریو چې حماس او (فلسطین) مقاومت ډلې پکې شاملې نه وي یو خیال او خوب دی." اسماعیل هنیه پر عربو او نورو اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې د فلسطین د خلکو د مبارزې ملاتړ وکړي.

د ویلو ده چې د اکتوبر په ۷ مه نیټه د اسرائیلو لخوا د غزې په تړانګه کې په بریدونو کې د ۸۰۰۰ ماشومانو او ۶۲۰۰ ښځو په ګډون ۱۸۶۰۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

د بله پلوه ګمان کیږي چې په زرګونو تنه د چپه شوو او ویجاړو شوو ودانیو لاندې شوي وي.

پيوندونه: #حماس , #منځنی ختیځ

اړوند خبرونه