په لویدیځ بیت المقدس کې په نښته کې ۲ تنه فلسطینیان او ۳ تنه اسرائیلیان وژل شوي دي

په داسې حال کې چې په غزه کې بشري وقفه یا لنډمهاله اوربند  دوام لري، په لویدیځ بیت المقدس کې په نښته کې دوه  تنه فلسطینیان او درې تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

2070959

د بیت المقدس په لویدیځ د سهار په ساعتونو کې د ډزو غږونه واوریدل.

د اسرائیلو د پولیسو د معلوماتو له مخې، په راموت ښار کې د بس تمځای ته څېرمه ډزې شوې دي.

په نښته کې دوه فلسطینیان ووژل شول. ویل کیږي چې په پیښه کې ۳ تنه اسراییلیان مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ شمېر امنیتي ساتونکي واستول شول.

اړوند خبرونه